او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړې (، نو) خامخا به وايي: مونږ خو يواځې مشغولتیا او لوبې كولې، ته (ورته) ووایه: ایا تاسو په الله او د هغه په ایتونو او د هغه په رسول پورې استهزا او مسخرې كولې؟ التوبه ۹:۶۵ ⧉
تفسیر:
او که چېرې ته پوښتنه وکړې -ای پېغمبره- له دې منافقانو څخه د نیوکو او مومنانو ته د ښکنځلو کولو چې دوی کړې پس له دې چې تا الله تعالی خبر کړي نو دوی به وایي: مونږ په داسې خبرو کې بوخت وو چې ټوکې مو کولې، او مونږ ريښتوني نه وو، ته ورته ووایه -ای پېغمبره-: آیا په الله تعالی او د هغه پر آیاتونو او پېغمبر پورې تاسو ټوکې کولې؟!.