سوره الفاتحه (پیل)
21 نور نومونه ⧉
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ i
د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى (۱)
الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ i
ټول (د كمال) صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونكى دى (۲)
الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ i
ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى (۳)
مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ i
د بَدلې د ورځې مالك دى (۴)
إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ i
مونږ خاص ستا عبادت كوو او خاص له تا نه مدد غواړو (۵)
اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ i
ته مونږ ته سَمَه (نېغه) لاره وښَیَه (۶)
صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ i
د هغو خلقو لاره چې تا پر هغوى باندې انعام كړى دى؛ چې نه پر هغوى باندې غضب شوى او نه ګمراهان دي (۷)