ته (ورته) ووایه: تاسو وګورئ په اسمانونو او ځمكه كې څه (څه دلیلونه) دي او هغه قوم ته له ایتونو او وېروونكیو څخه فايده نه رسي چې ایمان نه راوړي (۱۰۱)
تفسیر
ای رسوله! هغو مشرکانو ته چې له تا څخه د نښانو غوښتنه کوي ووايه: فکر وکړئ په آسمانونو او ځمکه کې کومې داسې نښانې دي چې د الله پر يووالي او قدرت دلالت کوونکې دي او د نښانو نازلول، حجتونه او رسولان هغه قوم ته ګته نشي رسولی چې په هغوی کې دا وړتيا نه وي چې ايمان دې راوړي پر کفر د ټينګار له امله يې.