Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 101 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 101 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


قُلِ انْظُرُوا مَاذَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ وَمَا تُغْنِي الْآيَاتُ وَالنُّذُرُ عَنْ قَوْمٍ لَا يُؤْمِنُونَ 101
ترجمه:
ته (ورته) ووایه: تاسو وګورئ په اسمانونو او ځمكه كې څه (څه دلیلونه) دي او هغه قوم ته له ایتونو او وېروونكیو څخه فايده نه رسي چې ایمان نه راوړي یونس ۱۰:۱۰۱
تفسیر:
ای رسوله! هغو مشرکانو ته چې له تا څخه د نښانو غوښتنه کوي ووايه: فکر وکړئ په آسمانونو او ځمکه کې کومې داسې نښانې دي چې د الله پر يووالي او قدرت دلالت کوونکې دي او د نښانو نازلول، حجتونه او رسولان هغه قوم ته ګته نشي رسولی چې په هغوی کې دا وړتيا نه وي چې ايمان دې راوړي پر کفر د ټينګار له امله يې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 100 راتلونکې یونس • آیت 102