او د هېڅ نفس لپاره ممكن نه دي چې ایمان راوړي مګر په اذن (ارادې) له الله سره او هغه (الله) عذاب په هغو كسانو اچوي چې له عقل نه كار نه اخلي یونس ۱۰:۱۰۰ ⧉
تفسیر:
او هيڅوک نشي کولی چې له خپل لوري ايمان راوړي خو دا چې د الله اراده وشي؛ نو ايمان راوړل يوازې د الله په خوښه راځي، ستا نفس دې پر هغوی د افسوسونو له امله له منځه نه ځي، الله سزا او رسوايي پر هغو خلکو ګرځوي چې د هغه حجتونه، برهانونه، حکمونه او نواهي نشي درک کولی.