Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یونس — آیت 99 (پښتو) — ویډیو

یونس • آیت نمبر 99 (ټولې 109 آيتونه) • پښتو


وَلَوْ شَاءَ رَبُّكَ لَآمَنَ مَنْ فِي الْأَرْضِ كُلُّهُمْ جَمِيعًا ۚ أَفَأَنْتَ تُكْرِهُ النَّاسَ حَتَّىٰ يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ 99
ترجمه:
او كه چېرې ستا رب غوښتلى (، نو) خامخا ایمان به راوړى و هغه چا چې په ځمكه كې دي ټول په ټولو، ایا نو ته خلق مجبوروې تر هغه چې دوى مومنان شي؟ یونس ۱۰:۹۹
تفسیر:
ای رسوله! که چېرې ستاپالونکي د ټولو هغو کسانو چې په ځمکه کې دي ايمان راوړل غوښتی، هغوی به ايمان راوړی وای، خو دغه يې د يو حکمت له مخې نه دي غوښتي، هغه په خپل عدل سره چې چاته وغواړي لارورکی کوي يې او په خپله پېرزوينه چې چاته وغواړي لارښوونه ورته کوي، ستا په توان کې نه دي چې خلک اړ کړې ترڅو مؤمنان شي، هغوی ته د ايمان راوړلو توفيق يوازې د الله په لاس کې دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یونس • آیت 98 راتلونکې یونس • آیت 100