سوره یونس (آیت 107)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۱۰۷

وَإِنْ يَمْسَسْكَ اللَّهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهُ إِلَّا هُوَ ۖ وَإِنْ يُرِدْكَ بِخَيْرٍ فَلَا رَادَّ لِفَضْلِهِ ۚ يُصِيبُ بِهِ مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ ۚ وَهُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ 107 ١٠٧

او كه چېرې الله تا ته څه تكلیف درورسوي، نو له هغه نه غير هیڅوك هغه (تكلیف) لره لرې كوونكى نشته او كه چېرې هغه له تا سره د خیر اراده وكړي، نو د هغه فضل لره هېڅ منع كوونكى نشته، په خپلو بنده ګانو كې چا ته چې وغواړي وررسوي يې او هماغه ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى (۱۰۷)

تفسیر
ای پېغمبره! که چېرې الله کوم کړاو درته ورسوي او د ګرځولو طلب یې درڅخه وکړای شي؛ نو له هغه پاک ذات پرته بل کوم ګرځوونکی نشته، که هغه د کومې پېرزوينې ارداه درته ولري؛ نو څوک نشته چې د هغه پېرزوينه در څخه وګرځوي، له بندګانو چې چاته وغواړي خپله پېرزوينه ورته رسوي، هغه لره کوم اړ اېستونکی نشته او له بندګانو يې د هغه چا لپاره ډېر بښونکی دی چې توبه وباسي، پر هغوی مهربانه دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ