او ته متابعت كوه د هغه څه چې تا ته وحي كولى شي او صبر كوه تر هغه پورې چې الله فیصله وكړي او هغه تر ټولو غوره فیصله كوونكى دى (۱۰۹)
تفسیر
ای رسوله! د هغه څه پيروي وکړه چې پالونکی يې دې درته وحي کوي او عمل پرې وکړه، او له قوم څخه دې د هغه چا پر تکليف چې مخالفت دې کوي او د کوم څه پر رسولو چې امر درته شوی د هغو پر رسولو صبر وکړه، همدغه ته دوام ورکړه ترڅو الله د هغوی ترمنځ په خپله پرېکړه سره پرېکړه وکړي چې په دنيا کې د هغوی پر خلاف ستا مرسته کول دي او په آخرت کې هغوی ته سزا ورکول دي که چېرې پر کفر مړه شي.