سوره یونس (آیت 11)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۱۱

وَلَوْ يُعَجِّلُ اللَّهُ لِلنَّاسِ الشَّرَّ اسْتِعْجَالَهُمْ بِالْخَيْرِ لَقُضِيَ إِلَيْهِمْ أَجَلُهُمْ ۖ فَنَذَرُ الَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَاءَنَا فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ 11 ١١

او كه چېرې الله خلقو ته بدي جلت ورسوي، په شان د جلت غوښتلو د دوى خیر لره (، نو) خامخا دوى ته به د دوى موده پوره كړى شوې وى، نومونږه هغه كسان چې زمونږ د ملاقات امېد نه لري په خپلې سركشۍ كې پرېږدو، چې سرګردانه وي (۱۱)

تفسیر
که چېرې الله پاک د خلکو د هغې ښېرا په قبلولو کې بيړه کولی چې هغوی يې د غوسې په حال کې د خپلو ځانونو، اولادونو او مالونو لپاره کوي لکه د هغوی د خير دعا چې ژر قبلوي؛ نو هغوی به تباه شوي وای، خو الله هغوی ته مهلت ورکوي، هغه خلک پرېږدي چې له هغه سره د مخامخ کېدو هيله نلري، ځکه هغوی له سزا نه ډاريږي، هغوی پرېږدي په داسې حال کې چې تردد، تعجب او د حساب په ورځ کې شک کوونکي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ