سوره یونس (آیت 13)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
10
یونس(يونس)، آیت ۱۳
وَلَقَدْ أَهْلَكْنَا الْقُرُونَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَمَّا ظَلَمُوا ۙ وَجَاءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ وَمَا كَانُوا لِيُؤْمِنُوا ۚ كَذَٰلِكَ نَجْزِي الْقَوْمَ الْمُجْرِمِينَ
او یقینًا یقینًا ستاسو نه مخكې قرنونه (مخكیني خلق) مونږ هلاك كړل كله چې هغوى ظلم وكړ او هغوى ته خپلو رسولانو ښكاره معجزې راوړې وې او هغوى له سره داسې نه وو چې ایمان يې راوړى وى، همدارنګه مونږ مجرمو خلقو ته سزا وركوو (۱۳)
تفسیر
بېشکه له تاسو مخکې مو ای مشرکانو! امتونه تباه کړل د خپلوپېغمبرانو د درواغ ګڼلو او ګناهونو د ترسره کولو له امله يې، په داسې حال کې چې کوم پېغمبران مو ورلېږلي وو هغوی له داسې څرګندو دلايلو سره ورته راغلل، چې د خپل پالونکي لخوا يې په راوړي شيانو کې د هغوی پر رېښتينولۍ دلالت کوي، خو هغوی سم نشول چې ايمان راوړي، د ايمان د وړتيا نه لرلو له امله، الله هغوی خوار کړل، د ايمان توفيق يې ور نکړ، لکه څنګه مو چې دغه ظالم امتونو ته سزا ورکړه همدارنګه هغوی ته ورته خلکو ته په هر وخت او هرځای کې سزا ورکوو.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: