سوره یونس (آیت 16)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۱۶

قُلْ لَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا تَلَوْتُهُ عَلَيْكُمْ وَلَا أَدْرَاكُمْ بِهِ ۖ فَقَدْ لَبِثْتُ فِيكُمْ عُمُرًا مِنْ قَبْلِهِ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ 16 ١٦

ته ووایه: كه چېرې الله غوښتلى (، نو) ما به دا (قرآن) پر تاسو باندې نه و لوستى او نه به هغه تاسو په ده عالمان كړي وى، پس یقینًا ما له ده نه مخكې په تاسو كې ډېر عمر تېر كړى دى، ایا نو تاسو له عقل نه كار نه اخلئ؟ (۱۶)

تفسیر
ووايه ای رسوله:! که چېرې الله وغواړي چې زه پرتاسو قرآن ونه لولم؛ نو نه به مې وای لوستلی او نه به مې وای تاسو ته رسولی، که الله وغواړي تاسو به يې زما په ژبه پر قرآن نه وای خبر کړي، ستاسو په منځ کې مې اوږده موده تېره کړه چې څلوېښت کلونه وو، نه لوستل کولی شم او نه ليکل، نه دا ډول حالت غواړم او نه يې پلټنه کوم؛ نو آيا په عقلونو مو دا نشئ درک کولئ چې ما تاسوته کوم څه راوړي هغه د الله له لوري دي، په هغو کې زما هيڅ واک نشته؟!.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ