سوره الرعد (رعد) (آیت 25)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




13 الرعد(الرعد)، آیت ۲۵

وَالَّذِينَ يَنْقُضُونَ عَهْدَ اللَّهِ مِنْ بَعْدِ مِيثَاقِهِ وَيَقْطَعُونَ مَا أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَنْ يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ ۙ أُولَٰئِكَ لَهُمُ اللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوءُ الدَّارِ 25 ٢٥

او هغه كسان چې د الله عهد ماتوي د هغه (عهد) له پخولو نه وروسته۔ او هغه څه پرېكوي چې الله د هغه د میلاوولو حكم كړى دى او په ځمكه كې فساد كوي، هم دغه كسان چې دي د دوى لپاره لعنت دى او هم د دوى لپاره د اخرت بدي ده (۲۵)

تفسیر
او هغه خلک چې د الله ژمنې وروسته له ټينګښته ماتوي او له خپلوۍ پالنې هغه څه پرې کوي چې الله يې د پاللو امر کړی، همدوی لرې بدبخته دي هغوی لره د الله له لورېينې لرې والی دی او هغوی لره بده پايله ده چې هغه اور دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ