سوره یونس (آیت 19)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۱۹

وَمَا كَانَ النَّاسُ إِلَّا أُمَّةً وَاحِدَةً فَاخْتَلَفُوا ۚ وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَبِّكَ لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ فِيمَا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ 19 ١٩

او خلق نه وو مګر یو امت، بیا دوى مختلفه شول او كه چېرې نه وى هغه خبره چې ستا د رب له خوا مخكې ثابته شوې ده خامخا د دوى په مینځ كې به د هغو خبرو فیصله شوې وى چې دوى په كې اختلاف كوي (۱۹)

تفسیر
خلک يوازې يو مؤمن موحد امت وو، خو اختلاف يې وکړ؛ نو څوک ترې مؤمن پاتې شو، او چا کفر وکړ، که چېرې د الله دا پرېکړه نه وای تېره شوې چې هغه په دنيا کې د هغوی ترمنځ د هغه څه په اړه پرېکړه نه کوي چې اختلاف يې پکښې کړی دی، بلکې د هغوی ترمنځ به په هغو کې د قيامت په ورځ پرېکړه کوي، که دا نه وی، هرومرو به يې د هغوی ترمنځ د هغه څه په اړه په دنيا کې پرېکړه کړې وای چې اختلاف پکې کوي؛ نو په سمه لار روان به له لار ورکي بېل شوی وای.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ