سوره یونس (آیت 23)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۲۳

فَلَمَّا أَنْجَاهُمْ إِذَا هُمْ يَبْغُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ ۗ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّمَا بَغْيُكُمْ عَلَىٰ أَنْفُسِكُمْ ۖ مَتَاعَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ ثُمَّ إِلَيْنَا مَرْجِعُكُمْ فَنُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ 23 ٢٣

نو كله چې هغه، دوى ته نجات وركړي ناڅاپه دوى په ځمكه كې ناحقه ظلم فساد كوي، اى خلقو! بېشكه همدا خبره ده چې ستاسو ظلم او سركشي د خپلو ځانونو په ضرر ده. د دنيايي ژوند فايده (واخلئ) بیا خاص مونږ ته ستاسو واپس راتله دي، نو مونږ به تاسو په هغو عملونو خبر كړو چې تاسو به كول (۲۳)

تفسیر
کله یې چې دعا قبوله کړي او هغوی له دغه کړاو څخه وژعوري، سملاسي د کفر، ګناهونو او سرغړونو په ترسره کولو په ځمکه کې وران کاری کوي، ای خلکو! بيدار شئ، بېشکه ستاسو د بد تيري پايله ستاسو پر خلاف ده، الله ته ستاسو تېری زيان نشي رسولی، د دنيا په ختمېدونکي ژوند کې پر هغې ګټه واخلئ بيا مو موږ ته د قيامت په ورځ راګرځېدل دي؛ نو پر هغو ګناهونو به مو خبر کړو چې کول مو او پر هغو به سزا درکړو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ