سوره یونس (آیت 27)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۲۷

وَالَّذِينَ كَسَبُوا السَّيِّئَاتِ جَزَاءُ سَيِّئَةٍ بِمِثْلِهَا وَتَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ ۖ مَا لَهُمْ مِنَ اللَّهِ مِنْ عَاصِمٍ ۖ كَأَنَّمَا أُغْشِيَتْ وُجُوهُهُمْ قِطَعًا مِنَ اللَّيْلِ مُظْلِمًا ۚ أُولَٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ 27 ٢٧

او هغه كسان چې بد كارونه يې كړي دي (د دوى) د بدۍ جزا د هغې په مثل ده او ذلت به دوى لره پټوي، د د دوى لپاره به د الله (له عذاب) نه هېڅ ساتونكى نه وي، ګویاكې د دوى مخونه د تكې تیارې شپې په ټكړو پټ كړى شوي دي، دغه كسان د اور والا دي، دوى به په هغه كې همېشه وي (۲۷)

تفسیر
او هغه کسان چې د کفر او ګناهونو غوندې ناوړه کارونه يې کړي دي هغوی لره يې د ناوړه کار بدله ده چې ترسره کړی يې دی، د هغې جزا په څېر د الله سزا په آخرت کې هم ده، مخونه به يې خوارۍ او رسوايۍ پټ کړي وي، هغوی لره د الله د سزا په وړاندې کوم خنډ نشته کله چې پرې راشي، ګواکې مخونه يې د تورې شپې توروالی اغوستی دی د اور دود او توروالي به داسې زيات پټ کړي وي، دغه کسان چې پر دغو صفتونو متصف دي دوزخيان دي تل به پکې اوسېدونکي وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ