سوره یونس (آیت 28)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۲۸

وَيَوْمَ نَحْشُرُهُمْ جَمِيعًا ثُمَّ نَقُولُ لِلَّذِينَ أَشْرَكُوا مَكَانَكُمْ أَنْتُمْ وَشُرَكَاؤُكُمْ ۚ فَزَيَّلْنَا بَيْنَهُمْ ۖ وَقَالَ شُرَكَاؤُهُمْ مَا كُنْتُمْ إِيَّانَا تَعْبُدُونَ 28 ٢٨

او هغه ورځ چې مونږ به دوى ټول راجمع كړو، بیا به مونږ هغو كسانو ته چې شرك يې كړى دى، ووایو: تاسو او ستاسو شریكان په خپل ځاى ټینګ ودرېږئ، نو مونږ به د دوى په مینځ كې بېلتون راولو او د دوى شریكان به ووايي: تاسو خو زمونږ عبادت نه كاوه (۲۸)

تفسیر
ای رسوله! د قيامت ورځ در په ياد کړه، کله چې موږ ټول خلک را غونډ کړو، بيا هغو کسانو ته چې په دنيا کې يې په الله شرک کړی وو، ووايو: ای مشرکانو! تاسو او ستاسو هغه معبودان چې له الله پرته مو يې عبادت کولو په خپلو ځايونو کې اوسئ، بيا موږ د معبودانو او د عبادت کوونکو ترمنځ بېلوالی راولو او معبودان له عبادت کوونکو بېزاره شي په داسې حال کې چې وايي: تاسو خو په دنيا کې زموږ عبادت نه کاوه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ