سوره یونس (آیت 30)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۳۰

هُنَالِكَ تَبْلُو كُلُّ نَفْسٍ مَا أَسْلَفَتْ ۚ وَرُدُّوا إِلَى اللَّهِ مَوْلَاهُمُ الْحَقِّ ۖ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَفْتَرُونَ 30 ٣٠

په دغه ځاى كې به هر نفس وازمايي هغه څه چې ده مخكې لېږلي دي او دوى به خپل حق مولٰی (مالك) ته واپس بوتلى شي او له دوى نه به هغه څه ورك شي چې دوى به له ځانه دروغ جوړول (۳۰)

تفسیر
په دغه لوی ځای کې به له هر چا څخه د هغه کار ازموينه اخېستل کيږي چې په دنيا کې يې ترسره کړی دی، مشرکان به خپل هغه حق پالونکي الله ته ور وګرځول شي چې د هغوی حساب يې په لاس کې دی او له هغوی به يې هغه د بوتانو سپارښت ولاړ شي چې له ځانه يې جوړولو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ