سوره یونس (آیت 34)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۳۴

قُلْ هَلْ مِنْ شُرَكَائِكُمْ مَنْ يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ ۚ قُلِ اللَّهُ يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ ۖ فَأَنَّىٰ تُؤْفَكُونَ 34 ٣٤

ته (دوى ته) ووایه: ایا ستاسو په شریكانو كې داسې څوك شته چې مخلوق لره اول ځل پیدا كوي، بیا يې دوباره ژوندي كوي؟ ته ووایه: الله مخلوق لره اول ځل پیدا كوي، بیا به يې دوباره ژوندي كوي، نو تاسو كوم اړخ ته اړول كېږئ؟ (۳۴)

تفسیر
ای رسوله! دغو مشرکانوته ووايه: آيا ستاسو د هغو شريکانو ترمنځ چې تاسو يې له الله پرته عبادت کوئ څوک شته چې پرته له مخکېنۍ بېلګې يې مخلوق پيداکړی وي، بيا يې له مرګ وروسته بېرته راپاڅوي؟ ورته ووايه: الله مخلوق پرته له مخکېنۍ بېلګې پيداکوي، بيا يې له مرګ وروسته بېرته راپاڅوي؛ نو څنګه ای مشرکانو له حق څخه باطل ته ورګرځئ؟!

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ