سوره یونس (آیت 35)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۳۵

قُلْ هَلْ مِنْ شُرَكَائِكُمْ مَنْ يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ ۚ قُلِ اللَّهُ يَهْدِي لِلْحَقِّ ۗ أَفَمَنْ يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ أَحَقُّ أَنْ يُتَّبَعَ أَمَّنْ لَا يَهِدِّي إِلَّا أَنْ يُهْدَىٰ ۖ فَمَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ 35 ٣٥

ته (دوى ته) ووایه: ایا ستاسو په شریكانو كې داسې څوك شته چې د حق طرف ته هدایت كوي؟ ته ووایه: الله حق ته لار ښوونه كوي، ایا نو هغه څوك چې حق ته لار ښوونه كوي زیات حقدار دى چې متابعت يې وكړى شي، یا كه هغه څوك چې (پخپله هم) لاره نشي موندلى مګر دا چې لار ورته وښودلى شي؟ نو په تاسو څه شوي دي، تاسو څنګه فیصله كوئ؟ (۳۵)

تفسیر
ای رسوله! ورته ووايه: آيا ستاسو د شريکانو ترمنځ چې تاسو يې له الله پرته عبادت کوئ داسې څوک شته چې حق ته لارښوونه وکړي؟ هغوی ته ووايه: يوازې الله حق ته لارښوونه کوي؛ نو آيا هغه څوک چې د خلکو حق ته لارښوونه کوي او ورته رابولي يې، غوره دی چې پيروي يې وشي يا ستاسو هغه معبودان چې په خپله لارورکي دي خو دا چې بل څوک يې لارښوونه وکړي؟! څه دي تاسو لره څنګه پر باطل پرېکړه کوئ کله چې دا ګومان کوئ چې هغوی له الله سره شريکان دي؟! الله ستاسو له وينا په ډېر لوړوالي لوړ دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ