سوره یونس (آیت 37)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۳۷

وَمَا كَانَ هَٰذَا الْقُرْآنُ أَنْ يُفْتَرَىٰ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلَٰكِنْ تَصْدِيقَ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ الْكِتَابِ لَا رَيْبَ فِيهِ مِنْ رَبِّ الْعَالَمِينَ 37 ٣٧

او دا قرآن هیڅكله هم داسې نه دى چې له الله نه پرته په دروغو جوړ كړى شي او لېكن دا تصدیق دى د هغو (كتابونو) چې له ده نه مخكې دي او د رب العلمین له جانبه د كتاب تفصیل دى چې هېڅ شك په كې نشته (۳۷)

تفسیر
دا سمه نه ده چې قرآن دې له ځانه جوړکړل شوی وي او له الله پرته بل چا ته دې منسوب کړل شي، ځکه خلک د هغه له نمونې راوړلو په ښکاره بې وسې شول، خو هغه رېښتينی ګڼونکی دی د هغو کتابونو چې ترې مخکې نازل شوي دي، د هغو حکمونو بيانوونکی دی په مخکېنيو کتابونو کې په لنډ ډول راغلي وو؛ نو په دې کې شک نشته چې هغه د مخلوقاتو د پالونکي پاک لوړ ذات له لوري نازل کړل شوی دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ