سوره یونس (آیت 3)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
10
یونس(يونس)، آیت ۳
إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَىٰ عَلَى الْعَرْشِ ۖ يُدَبِّرُ الْأَمْرَ ۖ مَا مِنْ شَفِيعٍ إِلَّا مِنْ بَعْدِ إِذْنِهِ ۚ ذَٰلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ ۚ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ
بېشكه چې ستاسو رب هم هغه الله دى چې پیدا كړي يې دي اسمانونه او ځمكه په شپږو ورځو كې، بیا دى په عرش باندې برقرار شو، دى د ټولو كارونو تدبیر كوي، هېڅ سفارشي نشته مګر د هغه له اجازت نه وروسته، دغه الله ستاسو رب دى، نو تاسو د ده عبادت كوئ، ایا نو تاسو نصیحت نه اخلئ (۳)
تفسیر
بېشکه ستاسو پالونکی ای تعجب کوونکو! هغه الله دی چې لوی آسمانونه او پراخه ځمکه يې په شپږو ورځو کې پيداکړي دي، بيا پر عرش لوړ او اوچت شو؛ نو څنګه ستاسو له جنسه د يو سړي په لېږلو يې تعجب کوئ؟ هغه يوازې په خپله پراخه پاچاهي کې پرېکړه کوي او اندازه کوي يې، هيڅوک د هغه په وړاندې سپارښتنه نشي کولی مګر سپارښت کوونکي د هغه له اجازې او خوښې وروسته، دغه پر دغو صفتونو یاد هغه الله ستاسو پالونکی دی؛ يوازې هغه ته مو عبادت ځانګړی کړئ، آيا د هغه پر يووالي له دغو ټولو دلايلو او حجتونو پند نه اخلئ؟ چا لره چې لږ پند اخېستل هم و هغه پر دغه پوه شو او ايمان يې پرې راوړ.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: