سوره یونس (آیت 41)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۴۱

وَإِنْ كَذَّبُوكَ فَقُلْ لِي عَمَلِي وَلَكُمْ عَمَلُكُمْ ۖ أَنْتُمْ بَرِيئُونَ مِمَّا أَعْمَلُ وَأَنَا بَرِيءٌ مِمَّا تَعْمَلُونَ 41 ٤١

او كه چېرې دوى ستا تكذیب وكړي، نو ته (دوى ته) ووایه: زما لپاره زما عمل دى او ستاسو لپاره ستاسو عمل دى، او تاسو له هغه عمل نه بېزاره یئ چې زه يې كوم او زه له هغه عمل نه بېزاره یم چې تاسو يې كوئ (۴۱)

تفسیر
ای پېغمبره که چېرې دې قوم ته درواغجن ګڼلی وې نو ته ورته ووايه: ما لره زما د کړنې بدله ده او زه به د خپلې کړنې پايله زغمم، تاسو لره ستاسو د کړنې بدله ده او پر تاسو يې سزا ده، تاسو د هغه څه له سزا بېزاره ياست چې زه يې کوم او زه د هغه څه له سزا بېزاره يم چې تاسو يې کوئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ