سوره یونس (آیت 46)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۴۶

وَإِمَّا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ الَّذِي نَعِدُهُمْ أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ فَإِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ ثُمَّ اللَّهُ شَهِيدٌ عَلَىٰ مَا يَفْعَلُونَ 46 ٤٦

او كه كله هم مونږ تا ته ځینې هغه څه وښیو چې مونږه يې له دوى سره وعده كوو، یا تا وفات كړو، نو خاص زمونږ طرف ته د دوى واپس راتلل دي، بیا الله ښه ګواه دى په هغو كارونو چې دوى يې كوي (۴۶)

تفسیر
ای رسوله! يا به تاته ستا له مرګ مخکې ځينې هغه سزا در وښيو چې له هغوی سره مو يې ژمنه کړې وه يا به دې مخکې له دې واخلو(مړکړو)، په دغه دواړو حالتونو کې د قيامت په ورځ د هغوی موږ ته راګرځېدل دي، بيا الله لیدونکی دی د هغه څه چې هغوی کول، له هغه څه پټ نه دي او ژر به هغوی ته پر کړنو يې سزا ورکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ