سوره یونس (آیت 4)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۴

إِلَيْهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا ۖ وَعْدَ اللَّهِ حَقًّا ۚ إِنَّهُ يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ لِيَجْزِيَ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ بِالْقِسْطِ ۚ وَالَّذِينَ كَفَرُوا لَهُمْ شَرَابٌ مِنْ حَمِيمٍ وَعَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْفُرُونَ 4 ٤

خاص هم ده ته ستاسو د ټولو واپسي ده، الله حقه وعده كړې ده، بېشكه دى مخلوق لره اول ځل پیدا كوي، بیا يې دوباره ژوندي كوي، د دې لپاره چې هغو خلقو ته چې ایمان يې راوړى دى په انصاف سره بدله وركړي او نېك عملونه يې كړي دي، او هغه كسان چې كفر يې كړى دى، د دوى لپاره ایشېدلې ګرمې اوبه دي او بېخي دردناك عذاب دى، په دې سبب چې دوى به كفر كاوه (۴)

تفسیر
د قيامت په ورځ مو يوازې هغه ته ورګرځېدل دي، ترڅو مو د کړنو بدله درکړي، الله له خلکو سره داسې رېښتيني ژمنه کړې چې مخالفت يې نه کوي، بېشکه هغه پر دغه ځواکمن دی، د مخلوق را منځته کول پرته له مخکينۍ بېلګې پيلوي، بيا يې له مرګ وروسته راګرځوي، ترڅو هغه پاک ذات په عدل هغو کسانو ته بدله ورکړي چې پر الله يې ايمان راوړی او ښه کارونه يې کړي دي د هغوی له نېکيو څه نه کموي او نه يې په بديو کې څه ورزياتوي، هغه کسان چې پر الله او د هغه پر پېغمبرانو يې کفر کړی، هغوی لره د څښاک سختې ګرمې اوبه دي چې کولمې يې پرې کوي، پر الله او پېغمبرانو يې د کفر له امله هغوی لره دردوونکې سزا ده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ