سوره یونس (آیت 64)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
10
یونس(يونس)، آیت ۶۴
لَهُمُ الْبُشْرَىٰ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ ۚ لَا تَبْدِيلَ لِكَلِمَاتِ اللَّهِ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ
د همدوى لپاره په دنيايي ژوند كې زېرى دى او په اخرت كې (هم). د الله كلماتو لره هېڅ بدلول نشته، همدغه ډېر ستر برى دى (۶۴)
تفسیر
هغوی لره د خپل پالونکي لخوا په دنيا کې د هغه څه زېری دی چې خوشحاله کوي يې په ښو خوبونو او يا د خلکو لخوا په ستاينه سره، او د پرېښتو لخوا د ارواوو د اخېستو پر مهال زېری دی، له مرګ وروسته او په حشر کې، په هغه څه کې بدلون نشته چې الله یې له هغوی سره ژمنه کړې ده، دغه بدله لويه بريا ده، ځکه په هغې کې د موخې ترلاسه کول دي او له وېرې ژغورل دي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: