سوره یونس (آیت 66)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۶۶

أَلَا إِنَّ لِلَّهِ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَمَنْ فِي الْأَرْضِ ۗ وَمَا يَتَّبِعُ الَّذِينَ يَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ شُرَكَاءَ ۚ إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ 66 ٦٦

خبردار شئ! بېشكه خاص د الله لپاره دي هغه څوك چې په اسمانونو كې دي او هغه څوك چې په ځمكه كې دي او پیروي نه كوي هغه كسان چې له الله نه پرته شریكان بلي، دوى پیروي نه كوي مګر د ګمان او نه دي دوى مګر دا چې اټكل چلوي (۶۶)

تفسیر
خبر اوسئ يوازې الله لره د هغه څه پاچايي ده چې په آسمانونو کې دي او د هغه څه پاچايي چې په ځمکه کې دي، د کوم شي پيروي کوي هغه مشرکان چې له الله پرته يې د شريکانو عبادت کوي؟! هغوی په حقيقت کې يوازې د شک پيروي کوي، هغوی الله ته د شريکانو په نسبت کولو کې يوازې درواغ وايي، الله د هغوی له وينا په لوی لوړوالي لوړ دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ