سوره یونس (آیت 67)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۶۷

هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ لِتَسْكُنُوا فِيهِ وَالنَّهَارَ مُبْصِرًا ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَسْمَعُونَ 67 ٦٧

دى همغه ذات دى چې تاسو لپاره يې شپه جوړه كړې ده، د دې لپاره چې تاسو په دې كې په ارام شئ او ورځ يې روښانه (ګرځولې ده)، بېشكه په دې كې خامخا نښې دي د هغه قوم لپاره چې اوري (۶۷)

تفسیر
هغه يوازې داسې ذات دی ای خلکو! چې تاسو لره يې شپه داسې ګرځولې ده تر څو له خوځښت او ستړيا څخه پکې آرامه شئ، ورځ يې رڼا ګرځولې ده تر څو په هغې د هغه څه کوښښ وکړئ چې تاسو ته مو په ژوند کې ګټه رسوي، بېشکه په دغه کې څرګند دلايل دي د هغه قوم لپاره چې د باور او منلو وړ اورېدل کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ