سوره یونس (آیت 68)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۶۸

قَالُوا اتَّخَذَ اللَّهُ وَلَدًا ۗ سُبْحَانَهُ ۖ هُوَ الْغَنِيُّ ۖ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۚ إِنْ عِنْدَكُمْ مِنْ سُلْطَانٍ بِهَٰذَا ۚ أَتَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ 68 ٦٨

دوى وايي: الله (د ځان لپاره) اولاد نیولى دى، هغه پاك دى، هم دى غني (بې پروا) دى، خاص ده لره دي هغه څه چې اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي تاسو سره په دې خبره هېڅ دلیل نشته، ایا تاسو په الله باندې هغه خبره ورتپئ چې پرې نه پوهېږئ؟ (۶۸)

تفسیر
له مشرکانو يوې ډلې وويل: الله پرېښتې لوڼې ګرځولې دي، الله د هغوی له وينا پاک دی، هغه پاک ذات له ټولو مخلوقاتو يې بې پروا دی، هغه لره د هغه څه پاچايي ده چې په آسمانونو کې دي او د هغه څه پاچايي ده چې په ځمکه کې دي، ای مشرکانو ستاسو سره مو په خپله دغه وينا کوم دليل نشته، آيا پر الله لويه وينا تړئ کله چې هغه ته د زوی نسبت کوئ، پر حقيقت يې نه پوهېږئ پرته له دليله يې وايئ؟!.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ