سوره یونس (آیت 6)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۶

إِنَّ فِي اخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَمَا خَلَقَ اللَّهُ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَّقُونَ 6 ٦

بېشكه د شپې او ورځې په اختلاف كې او په هغو (شیانو) كې چې الله په اسمانونو او ځمكه كې پیدا كړي دي، خامخا نښې دي د هغو خلقو لپاره چې وېرېږي (۶)

تفسیر
بېشکه پر خلکو د شپې او ورځې پرله پسې راتګ، کومه تياره او رڼا چې له دغو سره مل وي، له هغوی دواړو د يو لنډوالی او اوږدوالی، څه مخلوقات چې په اسمانونو او ځمکه کې دي، دا د الله پر ځواک د هغه قوم لپاره دلالت کوونکې نښې دي چې له الله څخه د هغه د امرونو پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ډډه کولو وېريږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ