سوره یونس (آیت 83)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۸۳

فَمَا آمَنَ لِمُوسَىٰ إِلَّا ذُرِّيَّةٌ مِنْ قَوْمِهِ عَلَىٰ خَوْفٍ مِنْ فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِمْ أَنْ يَفْتِنَهُمْ ۚ وَإِنَّ فِرْعَوْنَ لَعَالٍ فِي الْأَرْضِ وَإِنَّهُ لَمِنَ الْمُسْرِفِينَ 83 ٨٣

نو په موسٰی ایمان رانه وړ مګر د هغه له قومه څو ځلمیانو، د فرعون او د هغوى د سردارانو څخه په دې وېره كې چې دوى به يې په فتنه كې واچوي او بېشكه فرعون په ځمكه كې سركشي كوونكى و او بېشكه هغه له حده تېرېدونكو څخه و (۸۳)

تفسیر
قوم د مخ اړولو ټينګه اراد ه کړې وه؛ نو موسی عليه السلام سره له دې چې له څرګندو نښانو او ښکاره حجتونو سره راغلی و، چا رېښتينی ونه ګاڼه پرته د هغه د قوم بنواسرائيلو له يو څو ځوانانو څخه، چې هغوی هم له فرعون او د هغه د قوم له لويانو له خپل ايمانه د اړولو وېره لرله ځکه هغوی ته يې سزا ورڅکله که د هغوی حال ورته ښکاره شوی و، بېشکه فرعون لويي کوونکی پر مصر او د هغو پر اوسېدونکو واکمن دی او هغه بني اسرائيلو ته په کفر، وژنه او سزا ورکولو کې له بريده اوښتونکو څخه دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ