ایا اوس (ته ایمان راوړې)؟! حال دا چې یقینًا له دې نه مخكې تا نافرماني كوله او ته له فساد كوونكو څخه وې (۹۱)
تفسیر
آيا اوس ايمان راوړې وروسته له ژونده د ناهيله کېدوڅخه؟! حال دا چې ای فرعونه! تا د سزا له راتلو مخکې له الله سرغړونه کړې ده پر هغه د کفر او د هغه له لارې د راګرځولو له امله او ته له ورانکارو څخه وې د ځان په لارورکۍ کې او د نورو په لارورکولو کې.