سوره یونس (آیت 92)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۹۲

فَالْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ آيَةً ۚ وَإِنَّ كَثِيرًا مِنَ النَّاسِ عَنْ آيَاتِنَا لَغَافِلُونَ 92 ٩٢

پس نن ورځ به مونږ ستا بدن په لوړ ځاى واچوو، د دې لپاره چې ته د هغه چا لپاره چې له تا نه وروسته دي، نښه جوړ شې او بېشكه په خلقو كې ډېر زمونږ له ایتونو څخه یقینًا غافلان دي (۹۲)

تفسیر
نو نن دې ای فرعونه! له دريابه راباسو، په لوړه زمکه دې ګرځوو ترڅو هغه څوک درڅخه پند واخلي چې له تا وروسته راځي او بېشکه ډېری له خلکو زموږ له حجتونو او زموږ د قدرت له دلايلو بې خبره دي په هغو کې فکر نه کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ