سوره یونس (آیت 93)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۹۳

وَلَقَدْ بَوَّأْنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ مُبَوَّأَ صِدْقٍ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ فَمَا اخْتَلَفُوا حَتَّىٰ جَاءَهُمُ الْعِلْمُ ۚ إِنَّ رَبَّكَ يَقْضِي بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ 93 ٩٣

او یقینًا یقینًا مونږه بني اسرائیلو ته د عزت استوګنه وركړه او مونږه دوى ته له پاكیزه څیزونو څخه روزي وركړه، نو دوى اختلاف ونه كړ تر هغه پورې چې دوى ته علم راغى، بېشكه ستا رب به د دوى په مینځ كې د قیامت په ورځ فیصله كوي په هغه څیز كې چې دوى په هغه كې اختلاف كاوه (۹۳)

تفسیر
بېشکه بنواسرائيل مو په ستايل شوې سيمه او خوښ کړل شوي ځای؛ د شام په مبارک ښار کې کوز کړل، هغوی ته مو پاکه حلاله روزي ورکړه، د خپل دين په چاره کې يې تر هغه اختلاف نه و کړی تر څو چې هغوی ته قرآن راغی؛ د هغه څه تصديق کوونکی و چې د محمد صلی الله عليه وسلم کوم صفت يې په تورات کې لوستی وو، کله يې چې له دغه څخه نټه وکړه سيمې ترې واخېستل شوې، بېشکه ستا پالونکی ای رسوله! د قيامت په ورځ د هغوی تر منځ په هغه څه کې پرېکړه کوي چې هغوی پکښې اختلاف کولو؛ نو له هغوی به حق پلوي او باطل پلوي هر يوه ته د هغه څه بدله ورکړي چې وړ يې وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ