سوره یونس (آیت 94)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۹۴

فَإِنْ كُنْتَ فِي شَكٍّ مِمَّا أَنْزَلْنَا إِلَيْكَ فَاسْأَلِ الَّذِينَ يَقْرَءُونَ الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكَ ۚ لَقَدْ جَاءَكَ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكَ فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِينَ 94 ٩٤

نو كه چېرې ته د هغه (قرآن) په باره كې په شك كې يې چې مونږ تا ته نازل كړى دى، نو ته له هغو كسانو څخه پوښتنه وكړه چې له تا نه مخكې كتاب لولي، یقینًا یقینًا ستا د رب له جانبه تا ته حق راغلى دى، نو ته هیڅكله هم له شك كوونكو څخه مه كېږه (۹۴)

تفسیر
که چېرې ای رسوله! په شک او حيرانتيا کې وې د هغه قرآن له حقيقته چې تاته مو نازل کړی دی؛ نو له يهودانو چې تورات لولي هغه څوک وپوښته چې ايمان يې راوړی او له نصاراوو چې انجيل لولي، ژر به دې خبر کړي پردې چې کوم څه پر تا نازل کړل شوي هغه حق دي، ځکه هغوی يې په کتابونو کې د هغه صفت مومي، ستا د پالونکي لخوا داسې حق درته راغی چې شک پکې نشته؛ نو ته له شک کوونکو څخه مه کېږه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ