سوره یونس (آیت 99)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۹۹

وَلَوْ شَاءَ رَبُّكَ لَآمَنَ مَنْ فِي الْأَرْضِ كُلُّهُمْ جَمِيعًا ۚ أَفَأَنْتَ تُكْرِهُ النَّاسَ حَتَّىٰ يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ 99 ٩٩

او كه چېرې ستا رب غوښتلى (، نو) خامخا ایمان به راوړى و هغه چا چې په ځمكه كې دي ټول په ټولو، ایا نو ته خلق مجبوروې تر هغه چې دوى مومنان شي؟ (۹۹)

تفسیر
ای رسوله! که چېرې ستاپالونکي د ټولو هغو کسانو چې په ځمکه کې دي ايمان راوړل غوښتی، هغوی به ايمان راوړی وای، خو دغه يې د يو حکمت له مخې نه دي غوښتي، هغه په خپل عدل سره چې چاته وغواړي لارورکی کوي يې او په خپله پېرزوينه چې چاته وغواړي لارښوونه ورته کوي، ستا په توان کې نه دي چې خلک اړ کړې ترڅو مؤمنان شي، هغوی ته د ايمان راوړلو توفيق يوازې د الله په لاس کې دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ