سوره یونس (آیت 9)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




10 یونس(يونس)، آیت ۹

إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ يَهْدِيهِمْ رَبُّهُمْ بِإِيمَانِهِمْ ۖ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهِمُ الْأَنْهَارُ فِي جَنَّاتِ النَّعِيمِ 9 ٩

بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى رب به دوى ته د خپل ایمان په سبب لارښوونه كوي، د نعمتونو په باغونو كې به د دوى له لاندې نهرونه بهېږي (۹)

تفسیر
بېشکه هغه کسان چې پر الله يې ايمان رواړی او ښه کارونه يې کړي دي الله به يې د ايمان له امله د هغوی داسې ښه کار ته لارښوونه وکړي چې د هغه خوښۍ ته رسوونکی وي، بيا به د قيامت په ورځ الله هغوی د تلپاتې نعمتونو جنتونو ته ننباسي، چې لاندې به ترې نهرونه بهيږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ