سوره هود (آیت 101)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۱۰۱

وَمَا ظَلَمْنَاهُمْ وَلَٰكِنْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ ۖ فَمَا أَغْنَتْ عَنْهُمْ آلِهَتُهُمُ الَّتِي يَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ شَيْءٍ لَمَّا جَاءَ أَمْرُ رَبِّكَ ۖ وَمَا زَادُوهُمْ غَيْرَ تَتْبِيبٍ 101 ١٠١

او مونږ په دوى ظلم نه و كړى او لېكن دوى (پخپله) په خپلو ځانونو ظلم وكړ، نو د دوى هغه خدایان چې دوى به له الله نه غير بلل هېڅ شى په كار رانغلل، كله چې ستا د رب حكم راغى او دغو (خدایانو) دوى ته له هلاكت نه غیر (نور څه) ورزیات نه كړل (۱۰۱)

تفسیر
او موږ پر هغوی ظلم نه دی کړی، هغوی ته په تباهۍ رسولو، خو هغوی پرځانو ظلم کړی، چې ځانونه يې پر الله د کفر له امله د تباهۍ کندو ته اچولي دي؛ نو له الله پرته هغو معبودانو يې چې هغوی يې عبادت کولو له دوی څخه د تباهۍ د سزا مخه ونشوای نيولی ای رسوله! او د هغوی دغو معبودانو يوازې زيان او تباهي ور زياته کړه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ