سوره هود (آیت 107)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۱۰۷

خَالِدِينَ فِيهَا مَا دَامَتِ السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ إِلَّا مَا شَاءَ رَبُّكَ ۚ إِنَّ رَبَّكَ فَعَّالٌ لِمَا يُرِيدُ 107 ١٠٧

په داسې حال كې چې دوى به په هغه كې تل ترتله وي، څو چې اسمانونه او ځمكه وي مګر هغه چې ستا رب (څه) وغواړي (او زمهریر ته يې بوځي)، بېشكه ستا رب د هغه كار كوونكى دى چې اراده يې وكړي (۱۰۷)

تفسیر
تل به پکښې اوسيږي، نه به ترې اېستل کيږي تر څو چې آسمانونه او ځمکه وي، خو دا چې الله له موحدو ګناهکارانو څخه د چا اېستل وغواړي، بېشکه ستا پالونکی ای رسوله! د هغه څه ښه ترسره کوونکی دی چې ويې غواړي، هغه پاک ذات لره کوم بد ګڼونکی نشته.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ