سوره هود (آیت 108)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۱۰۸

وَأَمَّا الَّذِينَ سُعِدُوا فَفِي الْجَنَّةِ خَالِدِينَ فِيهَا مَا دَامَتِ السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ إِلَّا مَا شَاءَ رَبُّكَ ۖ عَطَاءً غَيْرَ مَجْذُوذٍ 108 ١٠٨

او پاتې شو هغه كسان چې نېكبخته شوي دي، نو په جنت كې به وي، چې تل ترتله به وي، څو چې اسمانونه او ځمكه وي مګر هغه چې ستا رب اراده وكړي (چې رضوان ته او د ځان ملاقات ته يې بوځي) (دغه) نه ختمېدونكې عطا (وركړه) ده (۱۰۸)

تفسیر
او کوم چې نېکمرغه خلک دي، چې د خپل ايمان او کړنو د ښه والي له امله يې نېکمرغي د الله لخوا تېره شوې ده، هغوی به په جنت کې وي، تل به پکښې اوسيږي ترڅو چې آسمانونه او ځمکه وي، خو دا چې الله د مومنو ګناهکارانو څخه د چا اور ته ننه اېستل وغواړي، بېشکه د الله پېرزوينې د جنتيانو لپاره نه پرې کېدونکې دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ