سوره هود (آیت 110)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۱۱۰

وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ فَاخْتُلِفَ فِيهِ ۚ وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَبِّكَ لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ ۚ وَإِنَّهُمْ لَفِي شَكٍّ مِنْهُ مُرِيبٍ 110 ١١٠

او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و، نو (د خلقو له خوا نه) په ده كې اختلاف وكړى شو، او كه هغه كلمه (حكم) نه وى چې ستا د رب له جانبه ړومبى (ليكل) شوې ده (نو) خامخا به د دوى په مینځ كې فیصله شوې وى او یقینًا دوى د دې (قرآن) په باره كې خامخا په اضطراب اچوونكي شك كې دي (۱۱۰)

تفسیر
بېشکه موسی عليه السلام ته مو تورات ورکړ، خلکو پکښې اختلاف وکړ؛ نو ځينو پرې ايمان راوړ او ځينو کفر وکړ، که چېرې د الله مخکېنۍ پرېکړه نه وای چې په سزا کې بيړه نه کوي بلکې د حکمت له امله يې د قيامت تر ورځې وروسته کوي، هرومرو به په دنيا کې پر هغوی هغه سزا نازله شوې وای چې وړ يې دي او بېشکه له کافرانو يهود او مشرکان د قرآن په اړه په زړه نازړه کوونکي شک کې دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ