سوره هود (آیت 116)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۱۱۶

فَلَوْلَا كَانَ مِنَ الْقُرُونِ مِنْ قَبْلِكُمْ أُولُو بَقِيَّةٍ يَنْهَوْنَ عَنِ الْفَسَادِ فِي الْأَرْضِ إِلَّا قَلِيلًا مِمَّنْ أَنْجَيْنَا مِنْهُمْ ۗ وَاتَّبَعَ الَّذِينَ ظَلَمُوا مَا أُتْرِفُوا فِيهِ وَكَانُوا مُجْرِمِينَ 116 ١١٦

نو له تاسو نه مخكې په تېر شويو امتونو كې ولې داسې د عقل او فكر خاوندان نه وو چې منع كولى يې (خلق) په ځمكه كې له فساد كولو نه (چې عذاب پرې نه وى راغلى) خو (منع كوله) لږو خلقو له هغه چا نه چې په دغو (خلقو) كې مونږ (هغوى ته) نجات وركړ، او پیروي وكړه هغو كسانو چې ظلم يې كړى و د هغې (لارې) چې په هغې كې اسوده كړى شوي وو او هغوى مجرمان وو (۱۱۶)

تفسیر
آيا له مخکېنيو سزا ورکړل شويو امتونو څخه د فضيلت او صلاح څښتنان پاتې نه وو چې دغه امتونه يې له کفر او په ځمکه کې د ګناهونو له امله له وران کارۍ راګرځولي وای، له هغوی داسې پاتې شوني نه وو، مګر لږ هغه څوک چې له فساد څخه راګرځول کوي؛ نو هغوی مو وژغورل، کله مو چې ظالم قوم تباه کړ، د هغوی له قومونو ظالمانو پيروي وکړه د هغه څه چې په کومو پېرزوينو کې وو، حال دا چې د دغه څه په پيروۍ کې هغوی ظالمان وو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ