سوره هود (آیت 12)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۱۲

فَلَعَلَّكَ تَارِكٌ بَعْضَ مَا يُوحَىٰ إِلَيْكَ وَضَائِقٌ بِهِ صَدْرُكَ أَنْ يَقُولُوا لَوْلَا أُنْزِلَ عَلَيْهِ كَنْزٌ أَوْ جَاءَ مَعَهُ مَلَكٌ ۚ إِنَّمَا أَنْتَ نَذِيرٌ ۚ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ وَكِيلٌ 12 ١٢

نو ښايي چې ته پرېښودونكى يې ځینې برخې د هغه (قرآن) لره چې تا ته وحي كولى شي او په ده سره دې خپله سینه تنګېدونكې ده (له دې وېرې) چې دوى به وايي: په ده باندې خزانه ولې نه ده نازله كړى شوې، یا له ده سره مَلَك (ولې نه دى) راغلى؟ بېشكه همدا خبره ده چې ته (يواځې) وېروونكى يې او الله په هر شي باندې نګران دى (۱۲)

تفسیر
ښايي ای پېغمبره د هغوی د کفر، ضد د آيتونو په اړه د وړاندیزونو سره د مخامخ کېدو له امله، د ځينو هغه څه د رسونې پرېښودونکی شې چې الله درته د هغه پر رسولو امر کړی دی، له هغه څه څخه چې هغوی ته پرې عمل ستونزمن کيږي، سينه (زړه) دې تنګيږي د هغه په رسوونه، ترڅو هغوی ونه وايي: ولې پر هغه داسې زېرمه نه نازليږي چې شتمن يې کړي يا داسې پرېښته نه ورسره راځي چې رېښتينی يې وګڼي؛ نو له دې امله ځينې هغه څه مه پرېږده چې درته لېږل کيږي، ته يوازې وېروونکی يې، هغه څه رسوې چې الله درته د رسولو امر کړی دی، پر تا لازم ندي چې همغه آيتونه راوړې کوم چې دوی يې وړانديزونه کوي او الله د هر څه ساتونکی دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ