سوره هود (آیت 14)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۱۴

فَإِلَّمْ يَسْتَجِيبُوا لَكُمْ فَاعْلَمُوا أَنَّمَا أُنْزِلَ بِعِلْمِ اللَّهِ وَأَنْ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ فَهَلْ أَنْتُمْ مُسْلِمُونَ 14 ١٤

نو كه چېرې دوى تاسو ته جواب درنه كړي (ستاسو دعا قبوله نه كړي)، نو تاسو پوه شئ چې یقینًا هغه د الله په علم سره نازل كړى شوى دى او دا چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، نو ایا تاسو اسلام راوړونكي یئ؟ (۱۴)

تفسیر
نو که چېرې هغوی د خپلې ناتوانۍ له امله هغه څه را نه وړل چې ترې غوښتي مو دي؛ نو په يقيني توګه پوه شئ ای مؤمنانو! چې قرآن، الله په خپله پوهه پر استازي يې نازل کړی دی او هغه له ځانه نه دی جوړکړل شوی، پوه شئ چې په حقه له الله پرته بل د لمانځلو وړ نشته؛ نو آيا له دغه قطعي دلائلو وروسته هغه ته غاړه اېښودونکي ياست؟.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ