سوره هود (آیت 16)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۱۶

أُولَٰئِكَ الَّذِينَ لَيْسَ لَهُمْ فِي الْآخِرَةِ إِلَّا النَّارُ ۖ وَحَبِطَ مَا صَنَعُوا فِيهَا وَبَاطِلٌ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ 16 ١٦

دا هغه كسان دي چې د دوى لپاره په اخرت كې نشته مګر اور او هغه څه برباد شول چې دوى په دې (دنیا) كې كړي وو او باطل دي هغه عملونه چې دوى به كول (۱۶)

تفسیر
دغه کسان چې په داسې ناوړه هوډ سره متصف دي، هغوی لره د قيامت په ورځ له اور پرته چې ورننوځي به، بله هيڅ بدله نشته، له هغوی څخه يې د کړنو بدله ولاړه او کړنې يې له منځه تللې دي، ځکه له هغو(کړنو) مخکې يې نه ايمان لرلو او نه سم هوډ؛ نو پر هغو يې د الله خوښه او د آخرت کور نه غوښتلو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ