سوره هود (آیت 17)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۱۷

أَفَمَنْ كَانَ عَلَىٰ بَيِّنَةٍ مِنْ رَبِّهِ وَيَتْلُوهُ شَاهِدٌ مِنْهُ وَمِنْ قَبْلِهِ كِتَابُ مُوسَىٰ إِمَامًا وَرَحْمَةً ۚ أُولَٰئِكَ يُؤْمِنُونَ بِهِ ۚ وَمَنْ يَكْفُرْ بِهِ مِنَ الْأَحْزَابِ فَالنَّارُ مَوْعِدُهُ ۚ فَلَا تَكُ فِي مِرْيَةٍ مِنْهُ ۚ إِنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكَ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يُؤْمِنُونَ 17 ١٧

ایا نو هغه څوك چې د خپل رب له جانبه په څرګند دلیل باندې وي او د هغه له جانبه د ده پسې یو شاهد وي، او له ده نه مخكې د موسٰى كتاب و، چې پیشوا او رحمت و، دغه كسان په ده ایمان لري او له ډلو څخه چې څوك په ده سره كافر شو، نو اور د هغه د وعدې ځاى دى، نو ته د ده په باره كې په هېڅ شك كې مه كېږه، بېشكه هم دا ستا د رب له جانبه حق دى او لېكن اكثره خلق ایمان نه راوړي (۱۷)

تفسیر
هغه نبي - محمد صلی الله عليه وسلم- چې د خپل پالونکي لخوا ورسره دليل دی او د خپل پالونکي لخوا يې شاهد پيروي کوي، چې هغه جبريل دی او له دې مخکې پر نبوت يې تورات چې پر موسی عليه السلام نازل شوی، شاهدي ورکوي، ندی برابر د خلکو د لارښود او د هغوی دلورېينې په توګه، نه دي برابر هغه او هغه کسان چې له هغه سره يې ايمان راوړی له هغو کافرانو سره چې په لار ورکۍ کې لالهانده دي، دغه کسان پر قرآن ايمان لري او پر محمد صلی الله عليه وسلم چې قرآن پرې نازل شوی دی، او د ملتونو له خلکو څخه چې څوک له هغه انکار کوي، په ورځ د قيامت د هغه سره د اور ژمنه ده؛ نو ای رسوله! د قرآن او له هغوی سره د ژمنې په اړه په شک کې مه کېږه، دا هغه حق دی چې په هغو کې هيڅ شک نشته، خو ډېری خلک ايمان نه راوړي، سره له زياتو څرګندو دلائلو او ښکاره برهانونو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ