سوره هود (آیت 1)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۱

الر ۚ كِتَابٌ أُحْكِمَتْ آيَاتُهُ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِنْ لَدُنْ حَكِيمٍ خَبِيرٍ 1 ١

الف، لام، را، (دا) كتاب دى چې ایتونه يې محكم كړى شوي دي، بیا د ښه حكمت والا، پوره خبردار ذات له خوا نه په تفصیل سره بیان شوي دي (۱)

تفسیر
الٓر﴾ د بقرې سورت په پیل کې د ورته تورو په اړه بحث تېر شو.قرآن داسې کتاب دی چې آيتونه يې د نظم او معنی له پلوه محکم کړل شوي دي؛ نو ته کومه خلا او نيمګړتيا پکې نه وينې، بيا د حلال او حرام، امر او نهي، ژمنې او وېرې، کيسو او داسې نورو يادونه پکې بيان کړل شوي دي، د داسې ذات له لوري چې په خپل تدبير او تشريع کې حکيم دی، د خپلو بندګانو پر احوالو او هغه څه ښه خبر دی چې هغوی لره سموونکي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ