سوره هود (آیت 20)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۲۰

أُولَٰئِكَ لَمْ يَكُونُوا مُعْجِزِينَ فِي الْأَرْضِ وَمَا كَانَ لَهُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ۘ يُضَاعَفُ لَهُمُ الْعَذَابُ ۚ مَا كَانُوا يَسْتَطِيعُونَ السَّمْعَ وَمَا كَانُوا يُبْصِرُونَ 20 ٢٠

دغه كسان كله هم په ځمكه كې (الله لره) عاجزه كوونكي نه دي، او د دوى لپاره له الله نه سوا هیڅوك مدد كوونكي نشته، دوى ته به دوه چنده عذاب وركولى شي، دوى اورېدل نشول كولى او نه دوى لیدل كول (۲۰)

تفسیر
هغه کسان چې پر دغو خويونو متصف دي په ځمکه کې د الله له سزا د تېښتې توان نلري کله چې پرې نازله شي او له الله پرته هغوی لره ملاتړي او مرسته کوونکي نشته تر څو ورڅخه د الله د سزا مخه ونيسي، د قيامت په ورځ به يې سزا ور زياته کړل شي، د الله له لارې څخه د خپلو ځانونو او نورو د را ګرځولو له امله، په دنيا کې يې د حق او لارښوونې د منلو وړ آورېدو توان نلرلو، نه يې په نړۍ کې د الله نښې ليدلای شوی داسې چې ګټه يې ور رسولی وای، له حق څخه د هغوی د سختې مخ اړونې له کبله.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ