سوره هود (آیت 24)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۲۴

مَثَلُ الْفَرِيقَيْنِ كَالْأَعْمَىٰ وَالْأَصَمِّ وَالْبَصِيرِ وَالسَّمِيعِ ۚ هَلْ يَسْتَوِيَانِ مَثَلًا ۚ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ 24 ٢٤

د دواړو ډلو مثال د ړانده او كاڼه او لیدونكي او اورېدونكي دى، ایا دغه دواړه په مثال كې برابرېدى شي؟ ایا نو تاسو پند نه اخلئ؟ (۲۴)

تفسیر
د کافرانو او مؤمنانو د دوو ډلو بېلګه د هغه ړانده غوندې ده چې نشي ليدلی او هغه کاڼه غوندې چې نشي آورېدلی، دغه د هغو کافرانو د ډلې بېلګه ده چې د آورېدلو وړ حق نشي آورېدلی او نه يې ليدلی شي چې هغوی ته ګټه ورسوي او د آورېدونکي او ليدونکي بېلګه، دغه د هغو مؤمنانو د ډلې بېلګه ده چې د آورېدلو او ليدلو ترمنځ يوځای والی راولي، آيا دغه دوې ډلې د حالت او صفت له پلوه سره برابرې دي؟! برابرې نه دي؛ نو آيا د هغوی له نه برابرۍ پند نه اخلئ؟!.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ