سوره هود (آیت 28)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۲۸

قَالَ يَا قَوْمِ أَرَأَيْتُمْ إِنْ كُنْتُ عَلَىٰ بَيِّنَةٍ مِنْ رَبِّي وَآتَانِي رَحْمَةً مِنْ عِنْدِهِ فَعُمِّيَتْ عَلَيْكُمْ أَنُلْزِمُكُمُوهَا وَأَنْتُمْ لَهَا كَارِهُونَ 28 ٢٨

هغه وویل: اى زما قومه! تاسو ما ته خبر راكړئ كه زه یم په هغه څرګند دلیل باندې چې زما د رب له جانبه دى او هغه ما ته له خپل جانبه رحمت راكړى وي، بیا پر تاسو باندې هغه پټ كړى شوى وي، ایا مونږه په هغه باندې تاسو مجبوره كولى شو، په دې حال كې چې تاسو هغه لره بد ګڼونكي یئ (۲۸)

تفسیر
هغوی ته نوح عليه السلام وويل: ای زما قومه! ماته خبر راکړئ که چېرې زه د خپل پالونکي لخوا داسې دليل ولرم چې زما د رېښتينولي شاهدي ورکوي، پرتاسو مې تصديق لازموي، له خپل لوري يې پرما لورېينه کړې ده چې هغه نبوت او رسالت دی او هغه پرتاسو د خپلې ناپوهۍ له امله پټه شوې ده؛ آيا پر هغو مو د ايمان راوړلو لپاره اړ کړو او په زړونو کې مو په زور د ننه کړو؟! موږ د دې توان نلرو، څوک چې د ايمان توفيق ورکوي هغه الله دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ