سوره هود (آیت 29)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۲۹

وَيَا قَوْمِ لَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مَالًا ۖ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى اللَّهِ ۚ وَمَا أَنَا بِطَارِدِ الَّذِينَ آمَنُوا ۚ إِنَّهُمْ مُلَاقُو رَبِّهِمْ وَلَٰكِنِّي أَرَاكُمْ قَوْمًا تَجْهَلُونَ 29 ٢٩

او اى زما قومه! زه له تاسو نه په دغه (تبلیغ) باندې مال نه غواړم، زما اجر يواځې په الله باندې دى او زه د هغو كسانو شړونكى نه یم چې ایمان يې راوړى دى، بېشكه دوى له خپل رب سره ملاقات كوونكي دي او لېكن زه تاسو وینم داسې قوم چې جهالت كوئ (۲۹)

تفسیر
ای زما قومه! زه له تاسو څخه د رسالت په رسوونه مال نه غواړم، زما بدله يوازې پر الله ده، زه له خپل مجلس څخه د هغو بېوزلو مؤمنانو لرې کوونکی نه يم چې تاسو يې شړل غوښتي دي، د قيامت په ورځ هغوی له خپل پالونکي سره مخامخ کېدونکي دي، هغه يې د ايمان بدله ورکوونکی دی، خو زه وينم تاسو يو داسې قوم ياست چې د دغې بلنې پرحقيقت نه پوهېږئ کله چې د کمزورو مؤمنانو شړل غواړئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ